ایکنا - د فلسطین یو ۱۷ کلن فوټبالر چې تېره اوونۍ په لوېدیځي غاړې کې د صهیونیسټ مېشته ښارګوټواوسیدونکو د برید پر مهال په ډزو ټپي شوی و، د شنبې په ورځ، د چنګاښ په ۲۷مه، د سختو ټپونو له امله شهید شو.
د خبر لمبر: 3493053 خپرونې تاریخ : 2026/07/20
ایکنا- د مصر دیارلس کلنو غبرګو وروڼو، مازن او محمود، د مصر د قرآني ټیلوېژني پروګرام «د محفل تلاوت» په دوهم پړاو کې په ګډون سره د قاضیانو او نندارچیانو پراخه ستاینه ترلاسه کړه.
د خبر لمبر: 3493052 خپرونې تاریخ : 2026/07/20
ایکنا- د تهران ښار له قرآن سره د ا نس محفل د شهید رهبر امام خامنه اي د درنښت په خاطر په درست ایران کې کې د هیواد د قرآنی مرکز په همت سره له قرآن سره د انس د زرو محفلونو د یوې برخې په توګه د تهران په ولی عصر چوک کې ترسره شو.
د خبر لمبر: 3493050 خپرونې تاریخ : 2026/07/20
ایکنانیوز - محمدباقر قالیباف د ټولنیز چینل ایکس (X) له لارې په خپل پیغام کې ولیکل:پر سپېڅلي یووالي ټینګار یوازې یوه اخلاقي یا ټولنیزه سپارښتنه نه ده، بلکې د دښمن پر وړاندې د مبارزې په ډګر کې د بریا لپاره یو اړین شرط دی.
د خبر لمبر: 3493049 خپرونې تاریخ : 2026/07/20
ایکنا - د حسینی اربعین د فرهنګي خلاقو صنعتونو موکب» لومړنی ملي پروګرام، د اسلامي انقلاب او سپېڅلې دفاع د ملي میوزیم او یو شمېر فرهنګي، علمي او ټیکنالوژیکو بنسټونو په ګډې ملګرتیا سره، د حسینی اربعین، مقاومت او د موکبونو د چاپېریال اړوند د نوښتګرو نظریو، محصولاتو او ټیکنالوژیو د پېژندنې او ملاتړ په موخه خپل فعالیت پیل کړ.
د خبر لمبر: 3493047 خپرونې تاریخ : 2026/07/19
ایکنا- د ناروې د فوټبال فیډریشن هڅه کوي چې د نړیوالو فوټبال بنسټونو په دننه کې د خپل نفوذ په کارولو سره، د اسرائیلي رژیم د فوټبال فیدریشن د فیفا له غړیتوبه د ځنډولو او د دغه رژیم د لوبډلو د نړیوالو سیالیو څخه د محرومولو کمپاین پر مخ یوسي.
د خبر لمبر: 3493046 خپرونې تاریخ : 2026/07/19
ایکنا- د مصر د دقهلیه ولایت والي د ۲۰۲۶ نړیوال جام کې د مصر د ملي لوبډلې او د «الاهلي» کلب د ستوري امام عاشور د هڅو او بریاوو د درناوي په موخه هغه ته د قرآن کریم یوه نسخه ډالۍ کړه.
د خبر لمبر: 3493044 خپرونې تاریخ : 2026/07/19
د تهران د جمعې لمونځ !
ایکنا- د تهران د جمعې لمانځه ګډونوالو د روانې اوونۍ د جمعې د لمانځه د خطبو له پیل مخکې، د چنګاښ په ۲۶مه، د «د وینې غچ او انتقام د ژمنې» متن ولوست. هغوی د اسلامي انقلاب له آرمانونو سره د خپلې وفادارۍ د نوي کولو ترڅنګ، د شهیدانو د لارې پر دوام، د ایران د اسلامي جمهوریت د قدرت د ساتنې او د شهیدانو د وینې د غچ اخیستنې پر تعقیب ټینګار وکړ.
د خبر لمبر: 3493042 خپرونې تاریخ : 2026/07/18
ایکنا- د «صاعقه» عملیاتو په څوارلسم ،پنځلسم او شپاړسم پړاؤنوکې تر څو ساعته مخکې پورې په اردن ،عمان ،کویت ،بحرین او عربستان کې د امریکا د پوځ ستراتیژیک مرکزونه په نښه شول.
د خبر لمبر: 3493040 خپرونې تاریخ : 2026/07/18
ایکنا- ایکنا- د امریکائي صهیونیسټي او عربستان د سترې دسیسې په دوام کې دکلابندئ د ماتولو او د یرغل پای ته د رسولو لپاره یمن والو پراخ لاریونونه وکړل.
د خبر لمبر: 3493039 خپرونې تاریخ : 2026/07/18
سردار محسن رضایی!
ایکنا- د اسلامی انقلاب د سپاه پاسداران پخواني قوماندان خبرداری ورکړ چې که امریکا په راتلونکو شپو ورځو کې جنګ دوامداره وساتي، نو ایران به د متقابل ځواب له پړاوه یرغلیز پړاو ته وارد شي او اعلان به وکړي چې هم د مذاکراتو او هم د جنګ د دواړو شرایط پای ته رسېدلي دي.
د خبر لمبر: 3493038 خپرونې تاریخ : 2026/07/18
ایکنا- د ایران د اسلامی جمهوریت نړیوال قاری قاسم مقدمي د ایران د شهید رهبر د درنښت په دستورو کې چې په سه شنبې مازدیګر د تهران په امام خمینی عیدګاه یا مصلی شبستان کې ترسره شوې ، د فجر مبارکې سورې وروستي آیتونه تلاؤت کړل.
د خبر لمبر: 3493037 خپرونې تاریخ : 2026/07/16
د فټبال نړیوال جام؛
ایکنا- د فوټبال د نړیوال جام په سیالیو کې د فلسطین د بیرغونو رپېدل او د بېلابېلو هېوادونو د لوبغاړو او نندارچیانو پراخ ملاتړ د فلسطین د خلکو له حقوقو څخه، دا هیله نوره هم پیاوړې کړې چې د فلسطین آرمان لا هم ژوندی دی او د هغوی د حق غوښتنې غږ نړیوالو ته رسېږي.
د خبر لمبر: 3493036 خپرونې تاریخ : 2026/07/16
د ایکنا د «ظهر دلنشین» د غونډو اویایمه ناسته د قرآن د خادم، قرآنپوه، ژباړن او مفسر آیتالله سید مصطفی حسيني دشتي د علمي او قرآني خدمتونو د ستاینې لپاره ځانګړې شوې وه. په دغو مراسمو کې، چې د بوشهر ولایت د نوموړي د شاګردانو، فرهنګي او دیني فعالانو او د هېواد د قرآني چارو د مسئولانو په شتون کې ترسره شول، د هغه د قرآن کریم د نوې ژباړې او تفسیر «انوار» مخکتنه هم وشوه.
د خبر لمبر: 3493035 خپرونې تاریخ : 2026/07/16
ایکنا- په انډونیشیا کې د D-8 غړو هېوادونو د حلال نندارتون د ګډونوالو شرکتونو ترمینځ د لسګونو قراردادونو او هوکړهلیکونو په لاسلیکولو سره خپل کار پای ته ورساوه.
د خبر لمبر: 3493030 خپرونې تاریخ : 2026/07/15
ایکنا - د مصر نامتو قاري او ډاکټر شیخ احمد نعینع د مصر په راډیو کې د قاریانو د ټاکنې د معیارونو په اړه وویل چې د ارزونې په کمېټیو کې هېڅ ډول واسطه، خپلويپالنه او یا توپير نشته، بلکې د منلو یوازینی معیار وړتیا او فني مهارت دی.
د خبر لمبر: 3493029 خپرونې تاریخ : 2026/07/15
تیونسي لیکواله:
ایکنا- یوه تونسي لیکوال د آیتالله العظمی سید علي خامنهای افکارو ته په اشارې سره ټینګار وکړ چې نوموړي د حق د لوړتیا لپاره د مقاومت او ټینګ درېځ لاره پر بنسټیزو ستراتیژیکو اصولو منظمه کړه او په ډګر کې ئې مهمې لاسته راوړنې ترلاسه کړئ شوې.
د خبر لمبر: 3493027 خپرونې تاریخ : 2026/07/15
په انګلستان کې د پوهنتون استاد:
ایکنا- په انګلستان کې یوه پوهنتوني استاد ټینګار کړی چې له اسلامه د ویرونې پروسه یوه سیاسي او توکمپاله پروژه ده چې حقوق ګواښي او د نسلوژنې لامل کېدای شي.
د خبر لمبر: 3493026 خپرونې تاریخ : 2026/07/14
ایکنا - هغه قرآني محفلونه چې د اسلامی انقلاب د شهید رهبر د سپېڅلي جسد له ښخولو وروسته د مقدس رضوي حرم په آستان کې پیل شوي وو، د جمعې ورځې یعني د چنګاښ یا لړم دمیاشتې تر ۲۶مې پورې به دوام وکړي.
د خبر لمبر: 3493025 خپرونې تاریخ : 2026/07/14
ایکنا - د محمد (ص) نوم د دریم پرلهپسې کال لپاره د انګلستان او وېلز د هلکانو تر ټولو مشهوره نامه ګرځېدلې ده.
د خبر لمبر: 3493023 خپرونې تاریخ : 2026/07/14